د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ سلګونه بېځایه شوي د افغان حکومت د زیاتې پاملرنې او مرستې غوښتنه کوي.
دوی چې په خپلو سیمو کې د پرلهپسې سختو جګړو په سبب ګاونډي ولایت خوست ته کډه شوي دي د مرستو بهیر ورو بولي.
د جانيخېلو ولسوالۍ یوه بېځایه شوي کډوال خیر محمد ازادي راډیو ته وویل:
"جانيخېلو کې جنګ دی. طالبان ښه پرېمانه راغلي دي. مالونهیې رانه وویشتل، پټي یې راوران کړل. موږ له مؤسساتو غواړو چې همکاري او مرستې دې راسره وکړي. له دولت غواړو چې جانيخېلو کې امنیت ټینګ کړي څو په ښه طریقه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو."
د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست تائیدوي چې له سلګونو ورکډه شویو کورنیو څخهیې تر اوسه له سلو کورنیو سره مرستې کړې دي.
جانيخېل ولسوالۍ په تېرو دوو میاشتو کې دوه وار د افغان پوځیانو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه چې له املهیې عامو خلکو ته زیات تاوان اوښتی دی.