د جنوبي کوريا پوځ د اټمي بحران په وړاندې د مبارزې ډله فعاله کړه

د جنوبي کوريا پوځ وروسته له هغې د اټمي بحران په وړاندې د مبارزې ډله فعاله کړه چې نن یکشنبه يې د شمالي کوريا د اټمي ازموينې يوې ساحې ته نېږدې د يوې مصنوعي زلزلې خبر تاييد کړ.

په شمالي کوريا کې د زلزلې دغه ټکانونه د اټمي ازموينو له کبله احساس شوي دي.

شمالي کوريا لږ تر لږه پنځه داسې ازموينې کړي چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو سرغړونه کوي.

دغه ازموينې د امريکا متحدو ايالتونو او د نړۍ په ټولو برخو کې د ګڼو نورو هېوادونو له خوا غندل شوي دي.

د جاپان صدراعظم شينزو ابې وويل:

"زموږ د هواپوهنې ادارې شمالي کوريا ته څېرمه د لړزې يوه څپه کشف کړې، دا امکان لري چې طبيعي زلزله نه وي او شمالي کوريا کومه اټمي ازموينه کړې وي."

د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو لوى درستيز په سيول کې وويل، د دوى پوځ خپل د څارنې ميکانېزم او چمتووالى قوي کړى، له امريکا سره يو ځاى پر ممکنه ځوابونو غور کوي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې څو ساعته مخکې د شمالي کوريا دولتي رسنيو په دې ادعا سره اندېښنې ولاړې کړې چې ويلي يې وو، دغه هېواد په بريا يو پرمختللى هايډروجني بم جوړ کړى دى چې په قاره ويشتونکو باليسټيک توغندي کې ځاى پر ځاى کېداى شي.