شمالي کوریا پر قاره ویشتونکي توغندي نصب کېدونکی هایدروجني بم جوړ کړی

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي چې دغه هېواد پر قاره ویشتونکي توغندي نصب کېدونکی هایدروجني بم جوړ کړی دی.

دې خبري اژانس پرون شنبه وویل چې دا بم د شمالي کوریا تر ټولو پرمختللې اټمي وسله ده او په پراخه پیمانه ویجاړوونکی قدرت لري.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون پر قاره ویشتونکي توغندي د هایدروجني بم د خولۍ د نصب کېدا چارې له نېږدې ولیدې.

دا خبر په داسې وخت کې خپرېږي چې د نړیوالو قدرتونو په ځانګړي ډول، امریکا، جاپان او جنوبي کوریا او شمالي کوریا تر منځ ترینګلتیا په وروستیو کلونو کې، تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.