د بریکس په نوم هېوادونه په چین کې کلنۍ سرمشریزې ته تیاري نیسي

د بریکس په نوم هېوادونه خپلې کلنۍ سرمشریزې ته تیاري نیسي.

ښايي دا سرمشریزه د هند او چین تر منځ د سرحدي شخړې تر سیورې لاندې وي.

د برازیل، روسیې، هند او جنوبي افریقا مشران به له نن یکشنبې څخه د سې شنبې تر ورځې د چین په کشیامین ښار کې غونډه وکړي.

دا به د دغو هېوادونو چې اقتصاد یې په غوړېدو دی او د نړۍ په سلو کې ۴۰ نفوس پکې اوسي، ۹ مه سرمشریزه ده.