غني: راتلونکو ۴ کلونو کې پر افغان هوایي ځواک ۶ میلیارده ډالر لګېږي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي په راتلونکو څلورو کالو کې به شپږ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواک ولګېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د ختیځ زون له سرتېرو او لوړ پوړو امنیتي او دولتي چارواکو سره په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

ولسمشر غني په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو ملکي او نظامي مسؤلینو او افغان سرتېرو ته په وینا کې وویل چې افغان حکومت د نړیوالو په مټ د ځواکونو سمبالښت ته پاملرنه ډېره کړې ده.

هغه په خپله وینا کې د سرتېرو له کورنیو او خپلو ځواکونو مننه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د هوايي ځواک په پیاوړتیا شپږ ملیارده ډالره لګوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد

د ولسمشر غونډې او د سفر جریان ته که څه هم رسنۍ نه وې وربلل شوې، خو د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد د دغه سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"جمهور رئیس نن د یوه لوړ پوړي دولتي هیئت په ملتیا، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، په دې سفر کې هغه تر اوسه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له سرتېرو افسرانو او بریدملانو سره د عمومي وضعیت ارزولو په خاطر لیده کاته درلودل او وروسته بیا د اردو روغتون ته ولاړ او هلته یې د ټپیانو پوښتنه وکړه."

ولسمشر غني شااوخوا دوه کاله وړاندې همسیلاب قول اردو او له هغې وروسته ننګرهار ولایت ته سفرونه کړي او په ختیځو ولایتونو کې یې د اداري او نظامي چارو د ارزونې ویلي وو.

هغه تېر کال د سرطان په میاشت کې ننګرهار ته په خپل سفر کې د ژورو بدلونونو او اصلاحاتو ژمنه وکړه چې په ولایتي شورا کې د خلکو د استازو په باور، وروسته ورته بیا پاملرنه نه ده شوې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي زبیح الله زمري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې کنړ، ننګرهار او لغمان چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو د زیاتو فعالیتونو شاهدان وو، د ولسمشر ځانګړې پاملرنې او ژورو اصلاحاتوته اړتیا لري او تمه ده چې په دغه سفر کې د خلکو انتظار ته مثبت ځواب وویل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

له دې سره د نظامي چارو کارپوه باري عارض ختیځ ته د ولسمشر دا سفر له اهمیته ډک بولي او وايي چې په رخصتیو او ځانګړو ورځو کې دا ډول سفرونه د سرتېرو په روحیه مثبت اغېز لري.

ښاغلي عارض وویل:

"د ولسمشر دا ډول کړنې، په قول اردوګانو ګرځېدل او روغتونونو ته تلل، په نهايي درجه د ستایلو وړ دي او په دې کې د موفقیت رازونه نښتي دي."

ښاغلی عارض وايي، د څلور کلن امنیتي پلان د ښه تطبیق لپاره هم د ورته سفرونو اړتیا ده، خو د دغو سفرو نتیجې باید په ټوله معنا تعقیب شي.

راپور: یوسف خان ځدران