عراق کې د تیرې ورځې د بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست

داعش وسله والې ډلې د عراق په سمارا ښار کې د پرونیو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخېست.

د عراق د برېښنا وزارت ویلي چې دریو ځانوژونکو په سمارا کې د برق د تولید پر یوه فابریکه برید وکړ چې له امله يې ۷ کسان ووژل شول او اته نور يې ټپیان کړل.

وژل شوي او ژوبل کسان ټول د برېښنا د دغې دستګاه کارکوونکي دي.

سمارا دپایتخت بغداد په ۱۲۵ کېلومتری کې پروت ښار دی چې تر دې مخکې هم د دغه شان بریدونو شاهد و.