د جرمني له ۲ ښارونو شااوخوا ۹۰ زره کسانو ته د وتلو امر شوی

د جرمني په دوو ښارونو کې پرون شنبه د دوهمې نړیوالې جګړې د وخت د ناچاودو بمونو له موندل کېدو وروسته شااوخوا ۹۰ زره کسانو ته امر وشو چې له خپلو کورونو او کاري ساحو ووځي.

دا بمونه په کوبلینز او سوداګریز ښار فرانفکفورټ کې د اګسټ په ۲۸ مه د ساختماني چارو پر مهال موندل شوي دي.

که څه هم په کوبلنیز کې د بم له خنثی کولو وروسته چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال امریکايې الوتکو غورځولی و، د سیمې خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو په فرانکفورټ کې د کشف شوي بم چې د برېتانیا د هغه مهال هوايي ځواک غورځولی و، د خنثی کولو چارې نن یکشنبه تر سره کېږي.