د کابل جلال اباد پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښې یو تن وژلی

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان په ساحه کې پرون شنبه د یوې ترافیکي پېښې له امله، یو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ترافیکي پېښه په سرخکان سیمه کې د یوه کروزین او کرولا موټرونو تر منځ شوې ده.

نوموړي وویل، مرګ ژوبله د کرولا سپرلیو ته اوښتې ده او د کروزین چلونکی له سیمې تښتېدلی دی.

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره تر دې مخکې هم په ترافیکو پېښو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو او ترافیکو په خبره، د زیاتو پېښو علت د موټر چلونکو تېز تګ او بې پروايي ده.