مېرکل: برلین ښایي له ترکیې سره پر اړیکو بیا غور وکړي

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د جمعې په ورځ وویل، برلین ښایي له ترکیې سره پر اړیکو بیا غور وکړي او له اروپایي ټولنې سره د ترکیې د غړیتوب د ترلاسه کولو مذاکرې باید وځنډول شي.

میرمن مېرکل دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې انقرې دوه تنه نور جرمنیان ونیول.

تر اوسه پورې ۱۲ جرمنیان په ترکیه کې نیول شوي. برلین وایي چې دا کسان په سیاسي تور توقیف شوي دي.

په نیول شوېو کسانو کې یو هم دای ویلت دی چې د دینز یوسلورځپاڼې خبریال دی. د ده د بند دوه سوه ورځې پوره شوې.

له تیر یوه کال راپه دې خوا ګڼ اروپایان په ترکیه کې نیول شوي او تورن شوي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرضد یې د ترکیې د تېرکال په ناکامه کودتا کې لاس درلود.

د جرمني صدراعظمې په نورمبرګ کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل چې دا مناسبه نه ښکاري چې له انقرې سره د دې لپاره نورې خبرې وشي چې ترکیه له اروپایي ټولنې سره یوځای شي.

میرکل زیاته کړه که چېرته ۱۲ نیول شوي جرمنیان ژر تر ژره خوشې نه شي برلین به له انقرې سره پر دوه اړخېزو اړیکو چې هسې هم ترینګلي دي فکر وکړي.