د امریکا سان فرانسیسکو کې د روسیې د قونسلګرۍ د پلټلو هڅه کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په امریکا کې د قانون تنفیذ مامورین هڅه کوي چې په سان فرانسیسکو کې د روسیې قونسلګرۍ او ډیپلوماټیک استوګن ځایونه وپلټي.

دې وزارت خبرداری ورکړی چې دغه اقدام یې اتباع له مستقیم ګواښ سره مخامخ کوي.

د دې وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه بیان کې وویل چې یوه امریکایي اداره په پام کې لري چې دغه تلاشي نن (شنبې) ترسره کړي.

دغه اقدام وروسته تردې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي په سان فرانسیسکو کې د روسیې قونسلګرۍ او په واشنګټن او نیویارک کې د دې هېواد دوه مرکزونه وتړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له دې ډډه وکړه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه ووایي، خو دغه چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته په یوه استولي لیک کې دومره وویل چې واشنګټن مسکو ته ویلي چې نن به په سان فرانسیسکو کې خپله قونسلګري او په واشنګټن او نیویارک کې دوه نور ځایونه تړي.