امریکا د علي طاهري پر اعدام د محکومېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا متحدو ایالتونو د هغو راپورونو په اړه چې وایي، په ایران کې یو مذهبي مشرمحمد علي طاهري په اعدام محکوم شوی، سخته اندیښنه څرګنده کړې او د هغه د لغو کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ایران یوې محکمې په تېره اګست میاشت کې طاهري په ځمکه کې د فساد خورولو په تور په اعدام محکوم کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوې مذهبي ډلې د تأسیس او په ځمکه کې د فساد خورولو په خاطر یو چاته د مرګ سزا ورکول د تهران له هغو مسؤلیتونو څخه سرغړونه ده چې د بیان، مذهب او عقیدې د آزادیو د یقیني کولو په برخه کې یې کړي دي.

د طاهري مدافع وکیل ویلي چې مؤکل ته یې د تهران یوې محکمې د اعدام سزا د هغه له‎خوا د یوې تصوفي ډلې له جوړولو وروسته واوروله.

د طاهري د کورنۍ غړیو بیا ویلي چې هغه په زندان کې په زوره دې ته اړ شوی چې په یوه ویډیو کې اعتراف ثبت کړي.

۶۱ کل طاهري یو مذهبي مشهور مشر دی چې پیدایښت ته د صوفيزم له نظریې ګوري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مرګ سزا باید یوازې هغو کسانو ته ورکړل چې درانه جرمونه یې کړي وي.