د پاکستان پوځیان کراچۍ ته استول شوي چې په دې ښار کې له سیلابونو وروسته د ژغورنې له هڅو سره مرسته وکړي.
په دې ښار کې دغو سیلابونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي دي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ امر وکړ چې سرتیري، ملیشې او بیړني وسایل دې کراچۍ ته واستول شي.
دغه ښار چې نفوس یې ۲۳ میلیونه دی، د موسمي بارانونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
د کراچۍ ښاروال د دوو سیمو اوسیدونکو ته ویلي چې له خپلو کورونه ووځي ځکه د دې ډېر خطر شته چې هغه تر اوبو لاندې شي.
یوې مرستندویه ټولنې ویلي چې د تلفاتو شمېر ښایي له دې زیات وي ځکه ډېرو سیمو ته تر اوسه ژغورنکي نهدي رسیدلي.
چارواکو ویلي چې په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سیلابونو له امله ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان په ګاونډ هند کې به د بارانونو او سیلابونو له امله ۱۶۸۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.