د ترکمنستان چارواکي وایي د ټاپي د ګازو پر پروژې کار روان دی

د ترکمنستان چارواکي وایي چې په افغانستان او پاکستان کې د ټاپي د ګازو پر پروژې کار روان دی.

د ترکمنستان دولتي خبري آژانس د دې هېواد د مرستیال صدراعظم مکست باباییف له قوله خبر ورکوي چې ویلې یې دي، د تائید شوېو پلانونو له مخې د دغې پروژې نل‎لیکې په ترکمنستان کې ایښودل شوي او د افغانستان او پاکستان پر برخو یې هم کار روان دی.

د ګازو د دغې سترې پروژې نل‎لیکې به چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالي ولري او په کال کې به هم د ۳۳ میلیارډ مترمکعبه ګازو د لېږدولو ظرفیت لري.