دفاع وزارت: افغان کورنۍ جګړه نه، بلکې نړيواله ده 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه بلکه د ترهګرۍ په وړاندې نړیواله جګړه ده او نړیوال هم باید د دغې جګړې په ژرختمولو کې زیاته ونډه واخلي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا څرګندونې افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو په اړه د امریکا د دفاع د وزیر د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې وکړې او زیاته یې کړه:

"د دې لپاره چې جګړه ختمه شي او ترورېزم په افغانستان کې مات شي، نړیوال مجبور او مکلف دي چې له موږ سره مرسته وکړي. "

د امریکا د فاع وزیر جېمزمټېس دوه ورځې مخکې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې د نورو امریکایي سرتېرو د استولو پریکړه کړې ده او په څو راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر پیل شي.

مټېس افغانستان ته د نویو استول کیدونکو سرتېرو شمېر ونه ښود خو له دې مخکې امریکایي قوماندانانو دې هېواد ته د درې زره نه تر پنځو زرو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه.