د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي مسکو په امریکا کې د روسیې د دریو ډیپلوماټیکو مرکزونو د تړلو په اړه د واشنګتن په غوښتنې غور کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف وویل په دې اړه ژر ځواب ورکوي.
هغه نن د مسکو د نړیوالو اړیکو د دولتي انسټیتوټ محصلانو ته وینا وکړه:
"موږ یو روښانه [ډپلوماټيک] یاداشت پرون شپه ترلاسه کړ، څېړو یې چې کله یې څېړنه او ارزونه پای ته ورسېده په اړه به یې غبرګون وښیو، خو زه غواړم ووایم چې موږ د بندیزونو او د لانجو پیلوونکي نه یو."
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف وویل په سان فرانسسیکو کې د روسیې کنسلګرۍ او په واشنګتن او نیویارک کې په روسیې پورې اړوند د دوه نورو ودانیو د تړلو لپاره تر سبا ضرب العجل ټاکل شوی دی.
له دې مخکې روسیې د جولای په اته ویشتمه له متحده ایالتونو وغوښتل چې په روسیه کې خپل ډپلوماټيک غړي ۴۵۵ کسانو ته راکم کړي.