د روسیې جمهور ر ئیس خبرداری ورکړی چې کوریا ټاپو وزمه د امریکا او شمالي کوریا د سختو لانجو په سبب یوې جګړې ته ور ننوتونکې ده.
د ولادمیر پوتین دا خبرې د روسیې جمهوري ریاست کریملین په رسمي ویب پاڼې خپرې کړي دي.
هغه وړاندیز کړی چې د کوریا د لانجې د هواري لپاره یوازې خبرې اترې کار ورکوي.
د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالتونو تر منځ لانجو وروسته له هغه زور واخیست چې پیونګ یانګ تېره اوونۍ د جاپان له یوې ټاپو بالسټیک راکټ تېر کړ او په سمندر کې ولګېد.
د راکټونو د ازموینې دې لړۍ له ډېر وخت راهیسې د متحده ایالتونو او ګڼو نورو هېوادونو غوصه پارولې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ چې
د شمالي کوریا په وړاندې هر ډول انتخاب لرلای شي.