چین له تاجکستان سره د معلوماتو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له تاجکستان سره د امنیتي معلوماتو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.

دا هوکړه بیجینګ ته د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان د رسمي سفر پر وخت شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې ولسمشر شې جینپینګ له خپل تاجکستاني سیال ښاغلي رحمان سره د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ بشپړ سټراټيژيک مشارکت رامنځته کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دواړه هېوادونه د امنیت، دفاع او قانون د اجرا په برخه کې اړیکې زیاتوي او له یو بل سره د استخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه کې بشپړه همکاري کوي.