په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو سفيرې نيکي هيلي پرون وويل، ايران له سخت دريځې فلسطيني ډلې حماس سره د خپلو اړيکو په تازه کولو او دې ډلې ته د وسلو په برابرولو سره خپله اصلي څېره په ډاګه کوي.
د حماس ډلې نوي مشر يحيى السِنوار څو ورځې مخکې ويلي وو، ايران په وروستيو کې د دې ډلې د پوځي څانګې ”عز الدين القسام“ لېواګانو په تر ټولو ستر ملاتړي بدل شوى دى.
هغه ويلي وو، له ايران سره د حماس ډلې اړيکې ډېرې ښې دي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي د السِنوار دغه بيان ښکاره تاييد وباله ويې ويل، له حماس ډلې سره د ايران اړيکې د ايران د وسلو پر صادراتو د ملګرو ملتونو له بنديز څخه سرغړونه ده.
د مېرمن هيلي د څرګندونو په اړه ايران تر اوسه عکس العمل نه دى ښوولى.
ملګري ملتونه حماس ډله چې له ٢٠٠٨میلادي کال راهيسې يې درې وارې له اسرائيل سره جګړې کړي، يو تروريستي سازمان ګڼي.