امريکا: روسیه دي په سن فرانسيسکو ايالت کې خپله قونسلګري وتړي

د امريکا متحدو ايالتونو له روسيې غوښتي چې په سن فرانسيسکو ايالت کې خپله قونسلګري، دغه راز په واشنګټن او نيويارک کې د دوې نورې ضميمه ودانۍ وتړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون دا خبره په روسيه کې د امريکا د ډيپلوماتيک ماموريت د محدودولو لپاره د کرملين د وروستۍ پرېکړې په ځواب کې وکړه.

روسيې تېره ميلادي مياشت امريکا ته امر وکړ چې په روسيه کې د خپلو ډيپلوماتيکو او تخنيکي کارکوونکو شمېر تر نيمايي هم کم کړي.

روسيې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د امريکا کانګرس په لوى اکثريت د روسيې پرضد تازه بنديزونه تصويب کړل.

کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې تازه پرېکړې په اړه د سپينې ماڼۍ له وياندې سارا ساندرس څخه پوښتنه وشوه، هغې وويل، دا پرېکړه ولسمشر ټرمپ کړې ده.

هغې وويل، دا د روان ميلادي کال په لومړيو کې د روسيې د تاسف وړ پرېکړې په ځواب کې يو ګډ او اندازه شوى اقدام دى.

د هغې په خبره اړتيا ده چې د روسيې د دغو دفترونو تړل کېدل تر سبا شنبې پورې بشپړ شي.

د دې پرېکړې په اړه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خواشيني ښوولې ده.