د افغانستان ولسمشر وايي سوله، له پاکستان سره د افغانستان ملي اجنډا ده.
محمد اشرف غني نن سهار په ارګ کې د لوى اختر تر لمانځه وروسته دغه څرګندونې وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني په وينا کې وويل، افغانستان ډېرې زېرمې لري، خو د دوى د کارونې لپاره سيمه ييز ثبات او امن ته اړتيا ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر مقدسو ځايونو حمله د بهرنيانو کار وباله.