یوناما: په افغانستان کې وروستیو هوايي حملو تقریباً ۳۰ملکیان وژلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما وايي د دوى لومړنۍ ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د وروستيو هوايي حملو په نتيجه کې تقريباً ٣٠ ملکيان وژل شوي دي.

يوناما د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، په هرات او لوګر ولايتونو کې د ٢٨ ملکيانو د وژل کېدو او ١٦ نورو د ټپي کېدو له کبله ډېره خواشينې شوې ده.

د دې ادارې په اعلاميه کې ويل شوي، د دوى لومړنۍ ارزونې ښيي چې يوه هوايي حمله د دوشنبې په ورځ د هرات په شينډنډ کې د دولت پر مخالفو وسله والو شوې، خو په نتيجه کې يې ١٥ ملکيان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

يوناما وايي د چهارشنبې په ورځ بيا په لوګر کې په هوايي کې ١٣ ملکيان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

يوناما وايي، د راپورونو له مخې په دې حمله کې د دولت ضد عناصر په داسې حال کې په نښه شوي چې دوى پر الوتکې د حملې لپاره له يوه ملکي سراى څخه استفاده کوله.