متېس: افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو فرمان لاسلیک شو

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس وایي، افغانستان ته یې د نورو سرتېرو د استولو فرمان لاسلیک کړ.

دا په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې د امریکا د شپاړس کلنې جګړې د ګټلو لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

متېس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې نوي امریکايي ځواکونه به افغان ځواکونو ته دا وړتیا ورکړي چې لا اغیزمنه مبارزه وکړي.

جیمز متېس زیاتوي لا هم د هغوی د ځای پرځای کولو فرمانون نه دي بشپړ شوی.

ښاغلي متېس دا ونه ویل چې په افغانستان کې د اوسني ځواکونو پر شمېر به څومره ورزیات شي.

پنتاګون د اګست پر دېرشمه نېټه وویل چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یوولس زره امریکایي پوځیان شته.

تر دې وړاندې پنتاګون په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۴۰۰ ښودلی وو.