د افغان ولسمشر د فرمان پر اساس په مرکز کابل کې ۱۶۷ تنه محبوسین او محجوزین خوشي او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه راغلي چې پدغو کسانو کې ښځې او نارینه دواړه شامل دي، خو دا نه دې ویل شوي چې څو تنه ښځې او څو نارینه دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر لخوا د بخښنې دغه فرمان د لویې څارنوالۍ د احکامو پر تنفیذ د څارني ریاست په مشرۍ د یوه کمېسیون له لارې اجرا شوی دی.
په دې اړه نور جزئیات نه دې ورکړل شوي.
په همدې اعلامیه کې دې ته اشاره شوې چې تر دې وړاندې به ددې ډول فرمانونو تطبیق څو میاشتې وخت نیوه.