روسیه وايي د تروریستي بریدونو په تور یې دوه تنه نیولي

د روسیې د استخباراتو فدرالي ادارې «اف، اس،بي» ویلي دوه تنه یې په دې تور نیولي چې غوښتل د سپټمبر پر لومړۍ ېنټه په مسکو کې تروریستي بریدونه وکړي.

په هغه اعلامیه کې چې اف اس بي د پنجشنبې په ورځ خپره کړه راغلي چې د یوه نیول شوي کس په کور کې لاسي جوړ شوی بم موندل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي دغه کس منلې چې د ځانمرګي برید نیت یې درلود.

د اف اس بي د اعلامیې له مخې دوهم مشکوک کس پر انټرنټ یوه ویډیو خپره کړې وه او په هغه کې یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره خپله پلوي ښودلې او ویلي یې وو چې ملکیان به په نښه کوي.

ددغې ادارې لخوا په یوې ویډیو کې چې د روسیې دولتي ټلوېزیون خپره کړې یو سړی ښکاري چې وایې د جهاد پلان لري او غواړي د اسلامي دولت ډلې په امر بمي برید وکړي.

د روسیې د استخباراتو فدرالي اداره وایي دواړه کسان د منځنۍ اسیا دي، خو د هغو هویت یې نه دی ښودلی.