په امریکا کې د هاروې توپان له امله لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه راجسټر شوي خو دا شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
ویل کېږي چې زیات کسان د سېل په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
په هیوسټن کې د کیمیاوي موادو د تولید یوه شرکت ویلي چې د ښار په شمال ختیځ کې د دوی په یوه کارخانه کې د چاودنې امکان ډېر زیات دی.
ویل کېږي چې د امریکا لویزیانا ایالت ته د توپان تر رسېد وروسته، د اوبو شدت کم شوی خو خبرداری ورکړل شوی چې په هیوسټن او د تګزاس په یو شمېر نورو سیمو کې د سیلابونو خطر له منځه نه دی تللي.
د هاروې توپان له امله زیات تخریب د تګزاس ایالت په هیوسټن کې ښار کې رسېدلی دی.