د افغانستان د سوداګرۍ صنایع خونه وايي چې افغان دولت باید د څارویو د پوستکو د پروسس د یو منظم سیسټم د جوړولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلی دا خبرې داسې مهال کوي چې لویې اختر ته یوازې یوه ورځ پاتې ده او په اخترونو کې د څارویو د پوستکو د ډېرېدو له امله يې بیې لوړېږي.
ښاغلی پسرلی وايي چې په هېواد کې د څاوریو د پوستکو د پروسس د یو منظم سیستم نه موجودیت او د اختر په ورځو کې يې زیاته عرضه او کمه تقاضا د دې لامل کېږي چې نرخونه يې راښکته شي.
نوموړی وايي چې د څارویو دا پوستکي ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېږي او له پروسس او بسته بندۍ نه وروسته د دې هېواد په نوم او مارک نورو هېوادونو ته صادرېږي.
ویل کېږي چې د څارویو له دې پوستکو د ژمني پوښاک او په بېلابېلو صنعتي برخو کې ګټه اخستل کېږي.