سولې شورا: طالبان دې د سولې «بین الاافغاني» خبرې ومني

د افغانستان د سولې عالي شورا نن د لوی اختر په مناسبت په پیغام کې، له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې "بین الاافغاني" خبرې ومني.

د شورا غړي قاضي محمد امین وقاد نن ازادي راډیو ته وویل:

"طالبان وروڼه دي سولې ته غاړه کښېږدي، دا د هغوی عزت، دیانت اوخپلواکي ده، د افغانستان ملت او دولت به یې وپالي او د سر په سترګوبه سلامونه ورته وکړي."

د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي مذاکرو د پېل لپاره هڅې چې د پاکستان، چین او امریکا په منځګړيتوب پېل شوې وې، ناکامې شوې.

له هغه راهیسې بیا د کومې رسمي پروسې د پيل اعلان نه دی شوي.