د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د سریلانکا الراونډر لوبغاړی جی سوریا به په شپږیزه لیګ سیالیو کې له بست لوبډلې سره د سفیر په توګه ګډون وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې نوموړي د بوسټ له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی او په شپږیزه لیګ شل اوریزه سیالیو کې به د بوست لوبډلې برخه وي.
جي سوریا د سرلینکا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی دی چې په یو ورځینو سیالیو کې د ښه توپ وهنې له امله شهرت لري.
د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د شپږیزې د سږ کال په سیالیو کې به ټول دیرش تنه بهرني لوبغاړي او روزونکي برخه ولري.
د شپږیزې لیګ سیالۍ د روان میلادي کال د سپټمبر په یوولسمه پیلېږي او د همدې میاشتې تر دوه ویشتمې به دوام کوي.
په دې سالیو کې ټولې شپږ لوبډلې«د سپین غر زمریان، کابل بازان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، امو نهنګان او د میس عینک اتلان» برخه لري.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي د کابل بازانو لوبډلې خپله کړې وه.