د امریکا دفاع وزارت تائیدوي چې اوسمهال د دغه هېواد ۱۱ زره عسکر په افغانستان کې دي.
د پنټاګون د چهارشنبې د ورځې په دغه اعلان سره په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کې چې پخوا ۸۴۰۰ ښودل شوی وو زیاتوالی لیدل کېږي.
خو د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د ۱۱ زرو شمېر د قواوو زیاتوالی نه بلکه د ځواکونو د تعداد دقیق رقم دی.
د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس رپوټ وايي، امریکايي منصبدارانو مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر د اعلان شوي رقم څخه اوچت دی خو قوماندانانو یو شمېر ځواکونه افغانستان ته په موقت ډول راوستلي او بېرته یې ستانه کړي دي.
نور تفصیلات نهدي ورکړل شوي. مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې امکان لري واشنګټن ترپنځو زرو نور عسکر افغانستان ته واستوي.