لاوروف: واشنګټن دې د شمالي کوریا پر وړاندې پوځي اقدام نکوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال ریکس ټیلرسن سره په ټیلیفوني خبرو کې له واشنګټنه وغوښتل چې د شمالي کوریا په وړاندې له پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.

د شمالي کوریا د توغندیو د آزموینې په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کراتو کراتو ویلي چې د پیونګ یانګ په وړاندې ټول انتخابونه د میز پر سر دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټویټر له لارې وویل، دا چې له پیونګ یانګ سره باید څه وشي دا په خبرو نه شي کیدای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، لاوروف ټیلرسن ته وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې هر پوځي اقدام به ډېر ناوړه نتایج ولري.

هغه همدا راز وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې د نورو بندیزونو لګول به معکوسه نتیجه ورکړي.