امریکا د روسيې د نوي سفیر غوښتنې

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د روسیې نوي سفیر د چهارشنبې په ورځ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د پوځ، استخباراتو او د بهرنۍ پالیسۍ د مشرانو ترمنځ د مستقیمو او منظمو اړیکو د ټینګېدو غوښتتنه وکړه.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ په پوځي برخه کې ارتباطات وروسته له هغې پرې شول چې په ۲۰۱۴ میلادي کال روسیې په غیر قانوني توګه د اکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

خو له دې سره د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لیدنې کتنې ترسره شوي دي.

په واشنګټن کې د روسیې نوي سفیر اناتولي اوتونوف په هغه مرکه کې چې په کمرسنټ ویب پاڼه کې خپره شوې ویلي چې د دې وخت رارسېدلی چې ګډې او منظمې کتنې بېرته پیل شي چې له دې سره به د ترورېزم او سایبري حملو په وړاندې مبارزه لا پیاوړي شي.