د ټولې نړۍ شااوخوا ۲ میلیونه مسلمانان د حج په مراسمو کې راټول شوي

له ټولې نړۍ شااوخوا دوه میلیونه مسلمانان نن چهارشنبه په سعودي عربستان کې د حج مراسمو لپاره راټول شوي دي.

تمه ده شااوخوا ۹۰ زره ایرانیان هم سږ کال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

سږ کال د حج مراسم داسې مهال کېږي چې عربي هېوادونه او قطر ډیپلوماټیکې شخړې لري.

که څه هم سعودي عربستان له قطر سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي، خو له قطر سره خپله پوله یې د حج زیارت کوونکو د ورتلو لپاره پرانېستې ده.