ایران ولې هر کال په پراخه پیمانه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي؟

د روان میلادي کال له پيل راهیسې تر اوسه څه د پاسه ۲ لکه او ۳۰ زره افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا «ای. او. اېم» پرون سې شنبه په یوې اعلامیه کې وویل چې یوازې تېره اوونۍ ایران اته زره او ۶۰۰ افغانان چې زیاترو يې قانوني اسناد نه‌لرل، افغان لوري ته سپارلي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي مسؤل حفیظ احمد میاخېل ویلي، ایران ځکه افغانان باسي چې دا هېواد نه‌غواړي، دغلته د افغان کډوالو پاتې کېدل تمدید کړي.

سلګونه زره افغان کډوال لا هم په ایران او پاکستان کې دي او دا دواړه هېوادونه هره اوونۍ ګڼ شمېر افغانان چې ویل کېږي قانوني اسناد نه‌لري، افغانستان ته ستنوي.