استرالیا په افغانستان کې د خپل مأموریت د پراخوالي په اړه له متحده ایالاتو سره خبرې کوي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشپ له وېسټ اسټرېلین خپرونې سره په تازه مرکه کې ویلي چې که څه هم تر اوسه امریکا په افغانستان کې د مأموریت د پراخوالي او تمدید په اړه له استرالیا څخه رسمي غوښتنه نهده کړې، خو په دې اړه جدي بحثونه روان دي.
بل لور ته په واشنګټن کې د استرالیا سفیر جوزېف هوکي، امریکايي رسنیو ته ویلي چې هېواد بهيې ښايي په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ د ملاتړ لپاره د محارب ځواکونو مأموریت ونهمني.
خو د نوموړي په خبره، استرالیا به کېدای شي له افغانستان سره د مالي مرستې پر دوام، د افغان سرتېرو د روزنې د مأموریت له تمدید او افغان ځواکونو ته د پوځي مهماتو پر ورکړې موافقه وکړي.
د استرالیا سفیر ویلي چې هېواد بهيې سږ کال په افغانستان کې ۸۱ میلیونه ډالره پر پراختیايي پروژو ولګوي.
استرالیا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۳۰۰ سرتېري او افسران لري چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې مأموریت پر مخ وړي.