د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا د نوي توغندي د ازمویلو په وړاندې چې د جاپان د پاسه تېر شوی، د امریکا د عکسالعمل په برخه کې ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.
ټرمپ نن په یوه بیان کې وویل چې پیونګ یانګ خپلو ګاونډیانو او د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته د سپکاوي او هم داسې پیغام ورکړ چې دا هېواد د نړیوالو منل شویو نورمونو لږ درناوی هم نهکوي.
جاپان دغه توغندی چې د جاپان د «هوکایدو» ټاپو د پاسه تېر شوی او په اوبو کې یې راپرېوتلی، خپل هېواد ته یو بېساری ګواښ بللی دی.
د جاپان صدراعظم شینزو ابې وویل چې له ټرمپ سرهیې خبرې وکړې او دواړو موافقه وکړه چې پر شمالي کوریا دې فشارونه ډېر شي.
په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر بیا د خپل هېواد د دې اقدام په دفاع کې ویلي چې دغه توغندي یې په سیمه کې د امریکا او د دې هېواد د متحدینو د وروستیو پوځي تمرینونو په ځواب کې ازمویلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ټولې خواوې باید د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو درناوی وکړي.
دی وايي:
"د شمالي کوریا د توغندیو په اړه چې دا هېواد یې ازمایي، موږ ټول باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیکونو عمل وکړو، موږ دې واقعیت ته په پام سره دا هم وایو چې زموږ د شمالي کوریا ګاونډیان هم باید د دغو پرېکړهلیکونو بشپړ درناوی وکړي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې پر پیونګ یانګیې د بالسټیک توغندیو د ازموینې په خاطر سخت بندیزونه لګولي، نن د ورځې په وروستیو کې بېړنۍ غونډه کوي.