د قرغزستان چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د دې هېواد په شمالي «خوی» سیمه کې دوه مشکوک سخت دریځي په یوه نښته کې وژلي دي.
د ملي امنیت دولتي کمېټې نن وویل چې امنیتي ځواکونو په یوه کور کې د یوې ترورېستي ډلې درې مشکوک غړي محاصره کړي و او هغه وختیې پرې ډزې پیل کړې چې هغوی له تسلیمېدو ډډه وکړه.
درېیم مشکوک کس چې ټپي شوی، ژوندی نیول شوی دی.
قرغز چارواکو په وروستیو کلونو کې د منع شویو اسلامي او سخت دریځو ډلو په لسګونو مشکوک غړي نیولي او هم دایې ویلي چې په وروستیو کلونو کې د دې هېواد په سلګونه وګړي له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د یوځای کېدو لپاره منځني ختیځ ته تللي دي.