د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د خوست الف لوبډله اتله شوه

د سولې جشن په نوم د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د خوست الف لوبډله اتله شوه.

د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکتر طاهر رؤفي ازادي راډیو ته وویل چې د خوست د سولې جشن په نوم پایلوبې ته د خوست او پکتیا لوبډلو لار پیدا کړې وه چې د خوست لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

په خوست کې د سولې جشن په نوم د فوټبال سیالۍ یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې چې د بېلابېلو ولایتونو شپږ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې وه.