په لوګر کې د کوچیانو لېسې ته نوې ودانۍ جوړېږي

په لوګر کې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې د نېږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کوچیانو لېسې لپاره د نوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.

د سې شنبې په ورځ د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبر ستانکزي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې ډېری کوچیان د لوګر په لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي، نو د دې لپاره چې ماشومان‌يې له زده‌کړو بې‌برخې نه‌شي، دوی په پلان کې لري چې د کوچیانو د لېسې زړه ودانۍ لیلیې ته پرېږدي او دغه نوې جوړېدونکې ودانۍ تدریسي چارو ته بېله کړي.

د دغو مراسمو په ترڅ کې د لوګر والي حلیم فدايي وویل چې ځايي اداره د ټولنې د ټولو قشرونو انډولیزې پرمختیا ته پاملرنه لري او په خبره‌یې چې د دغه ودانۍ به د کوچیانو زده کوونکو پر ښوونه او روزنه ښه اغېز ولري.

یاده ودانۍ چې ۲۴ تدریسي او ۱۲ اداري خونې لري، د ودانولو چارې به‌يې د دوو کلونو په موده کې سرته ورسېږي.

د لوګر د کوچیانو په لېسه کې دا مهال تر ۵۰۰ زیات زده کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.