هلمند کې د اقتصادي پیاوړتیا په هدف ۵۰۰ ښځو ته روزنیز پروګرام پیل شو

په هلمند کې د کورني اقتصاد د پیاوړي کولو په هدف، ۵۰۰ ښځو ته روزنیز پروګرام پیل شو.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس سید رفیع‌الله قلم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغه روزنیز پروګرام هدف د ښځو او کورنیو د اقتصاد پیاوړي کول او د کرنې ریاست له‌خوا له وېشل شویو تخمونو سمه استفاده کول دي.

ښاغلی قلم وايي، په دغه رونیزو پروګرام کې ۸۵۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له‌خوا ورکول کېږي.

تر دې مخکې د هلمند ولایت د کرنې ریاست ۵۰۰ ښځو ته د سبزیجاتو تخمونه وېشلي وو چې په ترکیب کې یې ۱۰۰ کورنۍ د نادعلي، ۱۰۰ کورنۍ د نهر سراج او ۳۰۰ کورنۍ هم د مرکز لښکرګاه په‌کې شاملې وې.