د ډونالد ټرمپ ادارې ژمنه کړې چې د تګزاس ایالت میلیونونو اوسېدونکو ته به چې له سخت توپان او سېلابونو سره مخامخ دي، هر راز مرسته وکړي.
د هیوسټن ښاروال سیلویسټار تورنر پرون دوشنبه وویل، هاروې توپان په ټکزاس کې څو زره تنه بېکوره کړي دي.
دی وايي:
"د هغو کسانو په اړه چې زموږ په خیمو کې اوسي، باید ووایم چې تر اوسه او دلته زما تر راتګ مخکې په خیمو کې د هغوی شمېر ۵ زره ۵۰۰ تنو ته رسېده، خو زه شک لرم چې شمېر بهیې تر دې زیات شي. "
هاروې توپان د جمعې په شپه د تکزاس ساحلونو ته ورسېد او ورسره ۷۵ سانتي متره باران وورېد.
حاضردمه د هیوسټن ښار اکثره واټونه او سړکونه بند دي او زرګونه تنه له برېښنا بېبرخې شوي دي.