د روسيې د بشري حقونو ډلې د پخواني فضايي څېړونکي خوشې کېدل غوښتي

د روسيې د بشري حقونو ډلې ميموريل د ٧٧ کلن پخواني فضايي څېړونکي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دى په ٢٠١٦ میلادي کال د خيانت په تور په بند محکوم شو.

ميموريل نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې ولادیمير لاپېګين سياسي بندي دى.

د بشري حقونو دې ادارې ژر تر ژره د لاپېګين د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

لاپېګين د ٢٠١٦ ميلادي کال په سپټمبر مياشت کې وروسته له هغې په اووه کلن بند محکوم شو چې د مسکو يوې محکمې بهرنيانو ته د پټو معلوماتو په سپارلو مجرم وپېژاند.

په خپله لاپېګين دا مسئله رد کړې او ويلي يې دي چې ده هېڅکله پټ معلومات له ځان سره نه‌لرل.