پاکستان کې زرګونه کسانو د ډونالد ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې

د پاکستان په شمال لوېديځ کې نن دوشنبه زرګونو کسانو د امريکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په اعتراض مظاهره وکړه چې ويلي يې دي، پاکستان سخت دريځو ډلو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

مظاهره‌چيانو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور، سوات، مهمندو، باجوړ او په قبايلي سيمه خېبر کې د امريکا متحده ايالاتو پر ضد شعارونه ورکول.

په خېبر کې د مظاهرې برخه‌والو وويل، د دغو مظاهرو رهبري تر ډېره د جماعت اسلامي او جمعيت علماى اسلام مذهبي ډلو کوله.

د يکشنبې په ورځ په بندري ښار کراچۍ کې پوليسو د امريکا ضد مظاهرو د تيت او پرک کولو لپاره له اوښکو بهوونکو ګازو او کوتکونو څخه کار واخیست.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان پر وخت تېره سې شنبه سهار مهال، د جنوبي اسيا او افغانستان په باب د امريکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې د افراطي عاملانو ته‌يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.