په بایسکل ځغلونه کې ۳ افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو ته لار وموندله

د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بایسکل ځغلونې په جوړو شویو سیالیو کې خالد سلطاني لومړی، قیس حیدري دوهم او فضل خدا درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس صادق صادقي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ په دوو پړاونو کې له کابل څخه تر پروان او له پروان څخه تر پنجشیر ولایته پرون یکشنبه ترسره شوې.

د دغو سیالیو لپاره ۱۳۰ کېلو متره واټن ټاکل شوی و او ۲۰ نارینه بایسکل ځغلوونکو په‌کې ګډون کړی و.

صادقي وايي چې د دغو سیالیو لومړنیو درېیو مخکښو بایسکل ځغلوونکو بهرنیو سیالیو ته هم لار پیدا کړه.