د ايران زنداني شوى روحاني مشر محمد علي طاهري د دوهم ځل لپاره د مرګ په سزا محکوم شو.
دى دوه کاله مخکې په دې ابتدايي سزا محکوم شوى و، خو د استيناف غوښتنې له کبله هغه سزا لغوه شوې وه.
د طاهري مدافع وکيل محمود علیزاده طباطبایي پرون وويل، طاهري د "عرفاني حلقې" په نوم د يوې ډلې د تأسيس له کبله د ځمکې پر مخ د فساد د خپرولو په تور محکوم شوى دى.
طباطبايي وويل، دوى به د دې حکم په وړاندې په شلو ورځو کې دننه د استيناف غوښتنه وکړي:
"موږ سر له نن چې دغه حکم ابلاغ شوى، ٢٠ ورځې وخت لرو، څو د هېواد په عالي ديوان کې د استيناف غوښتنه وکړو. د استيناف تر غوښتنې وروسته دوسيه عالي ديوان ته ځي ، نهايي پرېکړه هلته کېږي."
د طاهري مدافع وکيل هيله وښوده چې دغه ټاکل شوې سزا به د سترې محکمې له خوا لغوه اعلان شي.
د طاهري کورنۍ وايي دى په زندان کې ځورول شوى او په زوره په ويډيو کې اعتراف ته اړ کړاى شوى دى.