فیصل: پاکستان او سیاسي ډلې یې د ترهګرۍ پر ضد اقدام ته چمتو نه‌دي

د حکومت اجرائیه ریاست وايي، د مولانا سیمع‌الحق څرګندونې په ډاګه کوي چې د پاکستان حکومت او سیاسي ډلې لا هم چمتو نه‌دي چې د ترورېستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ډول څرګندونې هغه بحث ته تحقق ورکوي چې په پاکستان کې ترورېستان شته، ملاتړ تر لاسه کوي، دا د واقعیتونو یوه برخه ده چې په پاکستان کې موجود دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له ځينو پخوانیو چارواکو او مذهبي مشرانو جوړه د «دفاع پاکستان شورا» مشر مولانا سیمع‌الحق د چهارشنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل چې ده ته وفادار کسان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او د پاکستان پوځ به د حقاني شبکې په وړاندې کوم اقدام ونه‌کړي.