بلخ کې د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو مرکز جوړ شو

بلخ کې د خصوصي سکټور له‌خوا د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ګډ مرکز پرانیستل شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي‌زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف پرانیستل شوی دی.

سپاهي‌زاده وایي چې د مزار شریف سوداګر غواړي، څو داسې یو مرکز په ترکمنستان کې هم پرانیزي.

اوس‌مهال افغانستان ته له ترکمنستانه ګاز، تېل او خوراکي توکي راځي، خو له مزار شریف څخه یوازې د مینځلو مایع صادرېږي.