د ښځو د سوداګرۍ خونه: سوداګرو ښځو ته مسلکي روزنه ورکول کیږي

د ښځو د سوداګرۍ خونې مسؤلینې وايي چې په کابل کې سوداګرو ښځو ته د تولیداتو، خدمتونو او بازار موندنې په برخه کې مسلکي روزنه ورکوي.

د دې خونې مشرې منیژې وافق د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو سوداګرو ښځو ته د زیوراتو، لاسي صنایعو، خدمتونو، وچې مېوې او د خوراکي موادو د پروسس په برخه کې روزنه ورکوي.

اغلې وافق وايي چې هرې برخې ته د روزنې لپاره یو سلاکار ټاکي.

منیژه وافق وایي:

"له دغو سوداګرو ښځو سره د تولیداتو د کیفیت، د کورنیو او بهرنیو بازارنو د پیدا کولو او هغه لارې چې دوی له بازارونو سره په مستقیم ډول وصلوي، کار کوي."

وافق وايي، اوس‌مهال متشبثې ښځې د تولیداتو د کیفیت او ډیزاین په برخه کې ستونزې لري.

د ښځو د سوداګرۍ خونې سره ۸۰۰ سوداګرې ښځې ثبت دي.