ځایي چارواکي: د تورخم دروازه د مسافرو په مخ خلاصه شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د تورخم دروازه د مسافرو په مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تورخم دروازه شااوخوا په یوه بجه بېرته د مسافرو په مخ خلاصه شوه.

نوموړی وايي، یاده دروازه له سهار راهیسې له دې امله تړل شوې وه چې د تورخم د دروازې هاخوا د سیمې د خلکو له‌خوا مظاهره روان و.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د تورخم دروازه د لنډې مودې لپاره بنده شوې چې په خبره‌یې، د نن دوشنبې د ورځې تر دوو بجو وروسته به بېرته د مسافرو په مخ خلاصه شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی وايي چې د لارې د بندښت لامل د تورخم دروازې هاخوا لاریونونه دي.

که څه هم د دغو لاریونونو هدف معلوم نه‌دی، خو د خوګياڼي په خبره، له غرمې وروسته د لاریون پای ته رسېدو سره سم به د تورخم لار هم د مسافرو پر مخ خلاصه شي.