د امریکا متحده ایالاتو په تګزاس ایالت کې د ژغورنې ډله د خلکو د خوندي کولو لپاره هڅه کوي چې د دغه ایالت په جنوب ختيځ کې د هاروې سمندري توپان په خاطر زیانمن شوي دي.
ژغورونکي ټیم تر اوسه پورې په هیوستون سیمه کې زر تنه ژغورلي دي.
هاروې سمندري توپان د جمعې په ورځ ناوخته پیل شوی دی.
دا په تګزاس ایالت کې په تېرو ۵۰ کلونو کې بېمخینی سمندري توپان بلل شوی دی.
تر اوسه پورې لږ تر لږه دوه کسان په دې سمندري توپان کې وژل شوي او کېدای شي د سختو ورښتونو او سېلابونو په سبب د مرګژوبلې شمېر زیات شي.
ویل کېږي هاروې سمندري توپان به د اګسټ تر ۳۰مه هیوستون کې وچلېږي.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې ویلي د هیوستون ښار په متروګانو کې هم سېلابونو لار کړې چې دا سیسټمیې فلج کړی دی.
د بېړنیو حالاتو کمېټې خلکو ته ویلي چې په کورونو یا د کورونو شااوخوا ته د اوبو د کچې په زیاتېدو دې سړکونو ته د وتلو پر ځای د خپلو کورونو سرته پورته شي.
د هیوستون ښار چارواکو شااوخوا دوه میلیونه کسانو ته ګواښ کړی چې له خپلو کورونو ونهوځي ځکه چې د ښار اکثر سړکونه اوبو لاندې کړي دي.