د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، په دې اوونۍ کې د شمالي کوریا له لوري د درېیو بالسټیک میزایلو توغول یو پاروونکی ګام و، خو واشنګټن د کوریا ټاپووزمې د لانجې سولهییز هواری غواړي.
ښاغلي ټېلرسن له فاکس نیوز ټلوېزیون سره پرون په مرکه کې وویل چې موږ دا کار د امریکا او ملګرو په وړاندې یو پاروونکی ګام بولو، خو سولهییزو فشارونو ته ادامه ورکوو څو وکولای شو د پیونګ یانګ رژيم خبرو ته حاضر کړو.
شمالي کوریا د شنبې په ورځ درې منځني واټن ویشتونکي میزایل د جاپان د اوبو په لور وتوغول.
د جنوبي کوریا د پوځ د لوی درستیزانو ګډ دفتر ویلي چې دا میزایل د جاپان له سواحلو دوه نیم سوه کېلو متره لیرې لګېدلي دي.